۰

یونیسف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
یونیسف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونیسف ویاندې سام مورېت ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی تمه لري چې افغان حکومت دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، په وروستیو کې د ماشومانو له روغتیا نیولې، تر لوږې او ښوونځیو کې تر ستونزو پورې راپورونه ورکول کېږي چې دا هر څه پاملرنې ته اړتیا لري.

مېرمن مورېت ویلي دوی همدا راز له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ غوښتونکي دي او له نوي حکومت بیا هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

له دې سره جوخت افغان حکومت وايي دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي او هڅه کوي چې د ځینو خنډونو تر لرې کولو وروسته د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه پرانیزي.

ځینې تایید شوي راپورونه وايي، چې په نېږدې راتلونکې کې به له شپږم پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي