۰

یونیسف ۱۱ لکه افغان ماشومانو ته رسېدګي کوي

دوشنبه ۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۰
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
یونیسف ۱۱ لکه افغان ماشومانو ته رسېدګي کوي
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونېسف افغانستان د خوړنې/تغذیې برخې مشره میلاني ګلوین، له افغان ماشومانو سره باید بېړنۍ مرستې وشي.

نوموړې په خپل ټوېټر لیکلي«سخته خوارځواکي د وقايې وړ ده خو له عاجلو مرستو پرته ماشومان له اوږدې خوارځواکۍ یا ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.»

مېرمن میلاني وايي، یونیسف سږ کال په پلان کې لري له پنځو کلنو کم عمره یوولس لکه ماشومانو ته رسیدګي وکړي او تر دې مخکې یې ۸ لکه داسې ماشومانو ته ژوند ژغورونکي معالجوي خواړه ور رسولي دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د اقتصادي حالت په خرابېدو په ټوله کې د دغه هېواد څه باندې ۲۳ ملیونه اوسېدونکي له لوږې سره مخ شوي چې د پام وړ برخه یې ماشومان جوړوي.

په ورته وخت د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ د شپږو میاشتو په پوره کېدو د خوراکي توکو د کمښت بحران ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

په دې اړه ټويټ کې راغلي چې د خوراکي توکو د کمښت دا ستونزه د اقتصادي ناورین، د جګړې د اثراتو او وچکالۍ یوه نتیجه ده.

سرچینې په ځانګړې توګه د هغو ښځو وضعه ښه نه ده بلل شوې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په کورونو کېنول شوي.

د ډبلیو اف پي ټويټ کې راغلي ټولې هغه کورنۍ چې نفقه راوړونکې یې ښځې وې کافي اندازه خواړه نه شي ترلاسه کولای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي