۰

۶۰ غیرفعاله شوې الوتکې او هیلیکوپټرې بېرته ترمیم او فعالې شوې

دوشنبه ۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د امریکايي ځواکونو له خوا د زیانمن او غیر فعاله کړیو چورلکو او الوتکو څخه ۶۰ هغه یې بېرته ترمیم او فعالې شوې دي.
۶۰ غیرفعاله شوې الوتکې او هیلیکوپټرې بېرته ترمیم او فعالې شوې
د افغانستان ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د امریکايي ځواکونو له خوا د زیانمن او غیر فعاله کړیو چورلکو او الوتکو څخه ۶۰ هغه یې بېرته ترمیم او فعالې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمي ویلي، دغه الوتکې د وزارت د تخنیکي ټیم له خوا بېرته فعالې کړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دفاع وزارت تخنیکي ټیم یوه چیټل هندي هیلیکوپتره چې له کاره لوېدلې وه، هم بېرته فعاله کړې ده.

د یادونې ده، چې د جمهوري نظام په سقوط او د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال بهرنیو ځواکونو د مخکني حکومت ګڼ شمېر چورلکې او الوتکې په قصدي ډول تخریب کړې تر څو طالبان ترې استفاده ونه کړي.

دغه راز ګڼ شمېر نور چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته یووړل شوې، چې امارت یې د بېرته تسلیمۍ غوښتنه کوي، خو تر اوسه نه دي ورکړل شوې.

اوس داسې ویل کېږي، چې دغه چورلکې به د امریکا له خوا اوکراین ته ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي