۰
د امریکايي ځواکونو کمېدو ته د دفاع وزرات غبرګون:

د امریکايي ځواکونو وتل به کوم اغېز ونه کړي، افغان پوځ ټول عملیات خپله کوي

یکشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
د افغانستان ملي دفاع وزارت له هېواد څخه د امریکایي سرتېرو کمېدو ته په غبرګون کې وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیت منفي اغېز ونه کړي.
د امریکايي ځواکونو وتل به کوم اغېز ونه کړي، افغان پوځ ټول عملیات خپله کوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت له هېواد څخه د امریکایي سرتېرو کمېدو ته په غبرګون کې وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیت منفي اغېز ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، افغان پوځ دا مهال سل سلنه ځمکني او هوايي عملیات خپله مخ ته وړي نو ځکه به د بهرنیو ځواکونو وتل کومه اغېز ونه کړي.

نوموړي رسینو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، که څه هم بهرني ځواکونه وځي، خو نړیوالې ټولنې په وار وار د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي او تخنیکي ملاتړ ژمنه او ډاډ څرګند کړی دی.

د هغه په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د دفاع او ترهګرۍ سره د مبارزې پوره وړتیا لري او دا مهال ټول عملیات خپله مخ ته وړي.

د ملي دفاع وزرات ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې او ستراتېژیکه همکار هېوادونو ژمنې پر خپل ځای دي او د دوی مرستې او همکارۍ به دوام ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ هم وايي، چې د امریکايي ځواکونو وتل به د افغانستان په امنیت کوم منفي اغېز ونه کړي.

دی هم ټینګار کوي، چې دا مهال کابو ټول ځمکني او هوايي عملیات افغان ځواکونه په خپله تر سره کوي، نو ځکه به د بهرنیو وتل دومره اغېز ونه کړي.

افغان امنیتي بنسټونه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا دفاع وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ تنه راکم کړی دی.

د امریکايي ځواکونو د شمېر کمول د هغه هوکړې سره سم شوي، چې کال وړاندې د امریکا او طالبانو تر منځ وشوه.

طالبانو د امریکايي ځواکونو وتل ستایلې وایي، دا کار د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي