۰

د پاکستان د هوايي بریدونو له امله کابل کې یې سفیر احضار شو

یکشنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان د تېري او هوايي برید په غبرګون کې په کابل کې د دغه هېواد سفیر منصور احمد خان احضار کړی.
د پاکستان د هوايي بریدونو له امله کابل کې یې سفیر احضار شو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان د تېري او هوايي برید په غبرګون کې په کابل کې د دغه هېواد سفیر منصور احمد خان احضار کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني هوايي ځواکونو وړمه شپه او سهار په کونړ او خوست کې پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي چارواکو په وینا کونړ کې د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ یوه مور او پنځه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

دغه راز خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر پنډغالي په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۴۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان دغه بریدونه او تېری په کور د ننه او بهر کې په سختو ټکو غندلی شوی او دا یې یو ښکاره تېری او بشري جنایت بللی دی.

په همدې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورسپارلی دی.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي له پاکستاني سفيره د خوست او کونړ په څېر پېښو د بيا تکرار د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ويلي چې د ورته پېښو تکرار د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې کوې او بدخواهانو ته د ناوړه استفادې موقع په لاس ورکوي.

ويل کيږي چې د پاکستان د سفير په احضاريه ناسته کې د ملي دفاع وزارت مرستيال ملا شيرين اخند هم ګډون درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي