د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ترکیه کې کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي اوغلو لیدنه پرون شنبې د کب ۲۱ مه د انتالیا فورم په څنډه کې شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو پر لا پراختیا خبرې وشوې.
ښاغلي مقتي په خپلو خبرو کې د انتالیا ديپلوماسۍ فورم غونده بریالي بللې او له ترکیې یې مننه کړې، چې د افغان ولس تر څنګ ولاړه او د بشري، تعلیمي او پراختیايي پروژو په برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي.
سریچنه وايي، دواړو لوریو د کابل هوايي ډګر او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې وکړې او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري، ژمنه وشوه چې دواړه هیوادونه به د قطر هېواد په ګډون د تخنیکي بحث له لاري ژر تر ژره پر پاتو موضوعاتو یوه حل ته د رسېدو کوښښ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل