د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت د هېواد آبادۍ او پر مختګ ته ژمن دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي نن چهارشنبې د مرغومي ۱۵ مه خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان په هر ډګر کې سیاسي، مسلکي او فني کادرونه لري.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی څو د هېواد په ابادۍ کې د ټولو له وړتیا په خپل ځای ګټه واخلي چې راتلونکو نسلونو ته پر ځان بسیا افغانستان پاتې شي.
ښاغلي ستانکزي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې افغانستان د ټولو پرګنو ګډ کور دی او ټول باید د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره لاسونه سره یو کړي او په ګډه د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل