اسلامي امارت:

د هېواد په آبادۍ کې د ټولو له وړتیاوو په خپل ځای ګټه اخلو

15 جدی 1400 ساعت 14:36

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت د هېواد آبادۍ او پر مختګ ته ژمن دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت د هېواد آبادۍ او پر مختګ ته ژمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي نن چهارشنبې د مرغومي ۱۵ مه خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان په هر ډګر کې سیاسي، مسلکي او فني کادرونه لري.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی څو د هېواد په ابادۍ کې د ټولو له وړتیا په خپل ځای ګټه واخلي چې راتلونکو نسلونو ته پر ځان بسیا افغانستان پاتې شي.

ښاغلي ستانکزي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې افغانستان د ټولو پرګنو ګډ کور دی او ټول باید د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره لاسونه سره یو کړي او په ګډه د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com