۰
  فلیپوګراندي:

د اکراین د کړکېچ له امله افغانستان باید هېر نه کړل شي

شنبی ۲۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۱
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپوګراندي وايي، د اوکراین د کډوالۍ کړکېچ له کبله باید په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي پیاوړتیا هېره نه شي.
د اکراین د کړکېچ له امله افغانستان باید هېر نه کړل شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپوګراندي وايي، د اوکراین د کډوالۍ کړکېچ له کبله باید په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي پیاوړتیا هېره نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراندي، چې له امریکا سره د افغانستان او اوکراین د پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی ویلي، چې اداره یې د امریکا له مرستې پرته نشي کولی، چې د افغانستان د ستونزو په ګډون له روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مبارزه وکړي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا او په کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره خپلې بشري هڅې روانې وساتي.

فلیپوګراندي ویلي، د امریکا د سیاسي او بشري بنسټونو له چارواکو سره یې د لیدنې موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او کډوالۍ او د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې اترې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي