ازبکستاني چارواکو اعلان وکړه، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د رېل پټلۍ چارې په عملي ډول پیل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پروژې ازبک مسوول محمد احسان پرون سه شنبې د وري ۹ مه ترمز ښار کې د خبرو پر مهال ویلي، له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل پتلۍ غځول چې منځنۍ آسیا د کراچۍ د ګوادر او قسیم بندرونو سره نښلوي تر ټولو لنډه لار ده.
د نوموړي په وینا دغه رېل لار به د ازبکستان د ترمز ښار څخه د افغانستان مزار شریف، وروسته کابل او په پای کې به پېښور ته وغځول شي.
پر دغه پروژه ۵ میلیارده ډالر لګښت راخي، چې پر سر یې دوه میاشتې وړاندې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ په تاشکند کې توافق وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل