۰

د فاریاب دولت آباد ولسوالي هم طالبانو نیولې

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۷
د فاریاب ولایتي شورا تاییدوي، چې د دغه ولایت د دولت آباد ولسوالي له یوې سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د فاریاب دولت آباد ولسوالي هم طالبانو نیولې
د فاریاب ولایتي شورا تاییدوي، چې د دغه ولایت د دولت آباد ولسوالي له یوې سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا یو تن غړي محمد نادر سعیدي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دولت آباد ولسوالي نن سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه سهار وختي د طالبانو لاس ته ولوېده.

نوموړي زیاته کړه، دا چې له ولسوالۍ سره مخابراتي اړیکې پرې شوې نو ځکه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، خو په وینا یې ځینې سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي او ځينې اندخوی ته شاتګ کړی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د قیصار ولسوالۍ کې هم یو کنډک پاتې دی، چې لا هم مقاومت کوي او نوره ټوله ولسوالي طالبانو نیولې ده.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا دغه غړي خبرداری ورکړی، چې که دولت آباد بېرته ژر له طالبانو ونه نیول شي نو شرین تګاب او جمعه بازار به هم سقوط وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د اروزګان ولایت له ګیزاب ولسوالۍ هم افغان ځواکونه په شاه شوي او ولسوالۍ د طالبانو سره ده او دغه راز طالبانو ادعا کړې، چې د غزني ده یک ولسوالي یې هم نیولې ده.

همدارنګه د غور ولایت شهرک ولسوالي هم تر یوې سختې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي