یوې امریکايي رسنۍ په خپل راپور کې ویلي چې له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان امریکا ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ډېری یې دمګړی بې سرپرسته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومانو ته یا ملاتړې کورنۍ پیدا شوې دي او یا د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته تللي دي، خو ۱۹۰ کسه نور لا هم داسې دي چې سرپرست نه لري او د ماشومانو د پالنې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.
سرچینې زیاته کړې، ډېری دغه ماشومانو رواني وضعیت ښه نه دی او په خپلو کورنیو پسې ځورېږي.
د ماشومانو پالونکو هم ویلي چې امریکايي حکومت دې د یادو ماشومانو له کورنیو سره اړیکه کې شي او هڅه دې وکړي چې د دوی ذهني او رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې ده، چې امریکا له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان ولېږدول چې په دې کې ماشومان تنکي ځوانان هم شامل وو.
جمهورخبري آژانس:کابل