له افغانستان بېول شوي لسګونه ماشومان بې سرپرسته پاتې دي

8 حمل 1401 ساعت 12:56

یوې امریکايي رسنۍ په خپل راپور کې ویلي چې له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان امریکا ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ډېری یې دمګړی بې سرپرسته دي.


یوې امریکايي رسنۍ په خپل راپور کې ویلي چې له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان امریکا ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ډېری یې دمګړی بې سرپرسته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومانو ته یا ملاتړې کورنۍ پیدا شوې دي او یا د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته تللي دي، خو ۱۹۰ کسه نور لا هم داسې دي چې سرپرست نه لري او د ماشومانو د پالنې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، ډېری دغه ماشومانو رواني وضعیت ښه نه دی او په خپلو کورنیو پسې ځورېږي.

د ماشومانو پالونکو هم ویلي چې امریکايي حکومت دې د یادو ماشومانو له کورنیو سره اړیکه کې شي او هڅه دې وکړي چې د دوی ذهني او رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده، چې امریکا له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان ولېږدول چې په دې کې ماشومان تنکي ځوانان هم شامل وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149158

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149158/

جمهور
  https://www.jomhornews.com