د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد د ښه کېدو لپاره یې د سیمې هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی او تمه لري، چې دلته دایمي ثبات راشي.
امام علي رحمان ټینګار کړي، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د ښه کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي په ځانګړې توګه پر اسیايي هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره کړي او په سیمه کې د افغانستان په تړاو په خپلو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
تاجکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نږدې وختونو کې په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شي چې تاجکستان او نور ګاونډي هېوادونه به پکې ګډون کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل