امام علي رحمان:

د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د ښه کېدو لپاره همکاري ډېره کړي

17 حوت 1400 ساعت 8:37

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد د ښه کېدو لپاره یې د سیمې هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد د ښه کېدو لپاره یې د سیمې هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی او تمه لري، چې دلته دایمي ثبات راشي.

امام علي رحمان ټینګار کړي، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د ښه کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي  په ځانګړې توګه پر اسیايي هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره کړي او په سیمه کې د افغانستان په تړاو په خپلو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.

تاجکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نږدې وختونو کې په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شي چې تاجکستان او نور ګاونډي هېوادونه به پکې ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148499

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com