۰

هند مرسته کړو غنمو دویمه جوپه هم افغانستان ته استولې ده

شنبی ۱۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۱
د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته یې د غنمو دویمه جوپه استولې ده.
هند مرسته کړو غنمو دویمه جوپه هم افغانستان ته استولې ده
د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته یې د غنمو دویمه جوپه استولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ارېندام باګچي په خپل ټوېټر لیکلي چې دوه زره ټنه غنم د امرتسر له اتاري بندره د جلال اباد په لور واستول شول او ژر به ورسېږي.

باګچي زیاته کړې، چې دا دوه زره ټنه غنم له افغانانو سره د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې یوه برخه ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې هېواد یې له افغانانو سره خاصې اړیکې ته متعهده دی.

د یادونې ده، تر دې مخکې د هند د مرسته شوېو غنمو له ډلې لومړۍ جوپه چې دوه نیم زره ټنه وو د فبروري په ۲۶مه نېټه د تورخم له لارې جلال اباد ته ورسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي