۰
ملګري ملتونه:

له فشارونو سره سره افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

دوشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۵
ملګري ملتونه وایي، له سیاسي فشارونو او ستونزو سره سره دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
له فشارونو سره سره افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو
ملګري ملتونه وایي، له سیاسي فشارونو او ستونزو سره سره دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړي استازي رامز الکبروف ویلي چې دوی د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دي او سره له دې چې پر دغه هېواد سیاسي فشارونه موجود دي خو دوی لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، دوی له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده او تر څنګ یې ډاډ ورکړی چې له افغانانو سره به د لا ډېرو مرستو د راټولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي