۰

یونیسف: افغانستان کې دوه نیم میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر شوي

شنبی ۱۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۶:۵۹
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې شاوخوا ۲،۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.
یونیسف: افغانستان کې دوه نیم میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر شوي
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې شاوخوا ۲،۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲ میلیون او ۴۷۵ زره کسانو ته تر دې دمه روغتیایي خدمات رسولي دي او د دې خدماتو د لا پراختیا هڅې روانې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې میاشت کې یې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۸ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین وېشلي دي.

دغه اداره وایي چې د زده کړو په برخه کې یې هم هڅې ډېرې کړې دي او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۸۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده چې دمګړی ښوونځیو ته ځي او خپلې زده کړې کوي.

یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه یې له نړیوالو د شاوخوا ۲ میلیارد ډالر مرستې غوښتنه کړې ده او وایي دوی هڅه کوي ددې مرستو ډېره برخه د ماشومانو پر اړوندو چارو ولګوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي