یونیسف: افغانستان کې دوه نیم میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر شوي

14 حوت 1400 ساعت 6:59

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې شاوخوا ۲،۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.


ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې شاوخوا ۲،۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲ میلیون او ۴۷۵ زره کسانو ته تر دې دمه روغتیایي خدمات رسولي دي او د دې خدماتو د لا پراختیا هڅې روانې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې میاشت کې یې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۸ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین وېشلي دي.

دغه اداره وایي چې د زده کړو په برخه کې یې هم هڅې ډېرې کړې دي او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۸۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده چې دمګړی ښوونځیو ته ځي او خپلې زده کړې کوي.

یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه یې له نړیوالو د شاوخوا ۲ میلیارد ډالر مرستې غوښتنه کړې ده او وایي دوی هڅه کوي ددې مرستو ډېره برخه د ماشومانو پر اړوندو چارو ولګوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148385

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148385/

جمهور
  https://www.jomhornews.com