ملګري ملتونه:

له فشارونو سره سره افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

18 دلو 1400 ساعت 14:55

ملګري ملتونه وایي، له سیاسي فشارونو او ستونزو سره سره دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.


ملګري ملتونه وایي، له سیاسي فشارونو او ستونزو سره سره دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړي استازي رامز الکبروف ویلي چې دوی د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دي او سره له دې چې پر دغه هېواد سیاسي فشارونه موجود دي خو دوی لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، دوی له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده او تر څنګ یې ډاډ ورکړی چې له افغانانو سره به د لا ډېرو مرستو د راټولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com