۰
یوناما:

د ښځو له ګډون پرته امکان نه لري افغانستان کې ثبات ټينګ شي

سی شنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۹
ملګري ملتونه وایي، په ټولنه کې د افغان ښځو له فعال ګډون پرته به ناممکنه وي چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.
د ښځو له ګډون پرته امکان نه لري افغانستان کې ثبات ټينګ شي
ملګري ملتونه وایي، په ټولنه کې د افغان ښځو له فعال ګډون پرته به ناممکنه وي چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما دا څرګندونې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي، ملګري ملتونه ټینګ باور لري چې که افغان ښځې، په خپل هېواد کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې فعال ګډون ونه لري ناممکنه به وي چې افغانستان رغونې او یوې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.

د یوناما مشرې په دغه اعلامیه کې زیاته کړې«څه چې موږ په افغانستان کې وینو یو بحران دی، ټول په هېواد کې له دغه بحران څخه اغېزمن دي، خو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دي، ځکه د هغوی حقوق ته لاس رسي او فرصتونو پر وړاندې خنډونه شته.»

په اعلامیه کې ټینګار شوي، چې ملګري ملتونه د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دي ځکه هغوی په زړورتیا او استقامت د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض ترڅنګ د ډېرو بحرانونو له پایلو سره مخامخې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي