د افغانستان کرکټ بورډ تاییدوي، چې د بورډ درې کارکوونکي او د ۱۹ کلنو څخه د ټیټ عمر لوبډلې یوه لوبغاړی د برېتانیا پلازمېنې لندن ته تښتېدلي او هلته یې د پناه غوښتنه کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بورډ سرچینې وايي، دغو کسانو په ویسټ انډیز کې د نولس کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې تر برخې اخیستو وروسته په انګلستان کې ۴۸ ساعته اقامت درلود او همالته یې افغانستان ته د نه تللو پریکړه کړې.
تر اوسه د دې لوبغاړي او د کرکټ بورډ د هغو کار کوونکو چې په بریتانیا کې یې د پنا غوښتنه کړې، نومونه ندي روښانه شوي.
تر اوسه پدې اړه هم څه ندي ویل شوي چې دې کسانو ولې افغانستان ته د بیرته تګ څخه انکار کړی.
په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ یو لوبغاړی او د بورډ کار کوونکي په یو بهرني هیواد کې د پنا غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل