۰

کابل کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ټپي کړی دی

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
پلازمېنه کابل نن بیا د یوې چاودنې شاهده وه، چې له امله یې یو موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
کابل کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ټپي کړی دی
پلازمېنه کابل نن بیا د یوې چاودنې شاهده وه، چې له امله یې یو موټر چلوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د سلواغې ۷ مه سهار مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني اډې سره رامنځ ته شوې ده.

که څه هم د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان وايي، چاودنه په یوه سراچه موټر شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا په چاودنه کې د سراچې موټر چلوونکی وژل شوی او بل کس ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې او کابو هره ورځ د کابل سهار په چاودنه پیلېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون د شپږنیمو له غونډې وروسته ویلي، چې ډېر ژر به د مقناطسي ماینونو ستونزه حل او مخنیوی به یې وکړي.

کورنیو چارو وزارت پرون ویلي وو چې دوی د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د سیاسنګ په سیمه کې د موټرو هغه مستري هم نیولي، چې په دولتي موټرو کې به یې د ترمیم پرمهال مقناطسي ماینونه اوېښودل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي