۰

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

سی شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۲
ملګري ملتونه وايي، نړیوالې ټولنې د افغانستان سره د بشري مرستو په موخه د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.
نړیوالې ټولنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه
ملګري ملتونه وايي، نړیوالې ټولنې د افغانستان سره د بشري مرستو په موخه د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوالې ټولنې له خوا دغه مرسته پرون دوشنبې د وږي ۲۲ مه د جینوا په کنفرانس کې اعلان شوه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د دغه مرستې تر اعلان وروسته په یو خبري ناسته کې و ویل، دا ژمنې تر هغو ډېر دي چې ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې وه.

نوموړي ویلي« دې کنفرانس زموږ ټولې هیلې پوره کړې، دې کنفرانس د څه باندې ۹۰ هېوادونو په ګډون ۱۵۶ ګډونوال لرل، له دې ښکاري چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته څومره حیاتي دی، د څه باندې یو میلیارد ډالرو ژمنه وشوه.»

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي موادو، روغتیايي اسانتیاو، سرپنا او نورو ضروري موادو لپاره د ۶۰۶ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت امریکا هم ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره به ۶۴ میلیون ډالر بشري مرسته کوي.

د امریکا د پرمختیايي ادارې او د بهرنیو چارو د وزارت دا مرستې به د ملګرو ملتونو د سازمانونو په ګډون د مستقلو نړیوالو ادارو له لورې لګول کېږي.

امریکايي چارواکي‌ وايي دا مرستې به د هغو افغانانو د ژوند ژغورلو په برخه کې ولګول شي چې نا امنیو، تاوتریخوالي، طبعي پېښو او د کرونا ویروس وبا خورا اغیزمن کړي دي.

امریکا وايي د دغو مرستو د اغیزناک لګولو او رسولو لپاره باید ښه مناسب چاپېریال برابر شي چې ښځینه او نارینه خیریه کارکوونکي په ازاد ډول دا مرستې ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي