۰

جګړې په کندهار کې ۲۲ زره کورنۍ بې ځایه کړې دي

دوشنبه ۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۳
د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، د وروستیو جګړو له امله دغه ولایت کې ۲۲ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.
جګړې په کندهار کې ۲۲ زره کورنۍ بې ځایه کړې دي
د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، د وروستیو جګړو له امله دغه ولایت کې ۲۲ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست رییس دوست محمد دریاب وايي، دغه ۲۲ زره کورنۍ د کندهار ښار او بېلا بېلو ولسوالیو څخه بې ځایه شوې دي.

نوموړي ویلي، که جګړې نور هم زور واخلي د زرګونو نورو کورنیو د بې خایه کېدو احتمال هم شته دی.

په ورته وخت کې بې ځایه شوي کډوال وايي، په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي او تر اوسه پورې هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

دوی وايي، ډير دغه بې ځايه شوي د سړکونو پر غاړو اوسېږو او د بې وزلو کورنيو دي.

بې ځایه شوي کډوال ټینګار کوي، دولت او طالبان دې دښتو ته سره ووځي نه دا چې ښار کې جګړه وکړي او وران یې کړي.

بل خوا د کندهار چارواکي هم مني، چې جګړه د ښار تر څنډو رسېدلې او ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د کندهار د والي مرستيال لالی دستګيري ویلي، د کندهار دغه سيمې د امنيتي ځواکونو په تېره بيا د پوليسو د ناغېړۍ له امله د طالبانو لاسته لوېدلې او جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلې.

خو زياته يې کړه چې دوی اوس د امنيتي ځواکونو د سمبالولو او چمتو کولو هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي