۰

قطر او افغان لوري د تخلیې پروازونو پر بیا پيل هوکړه کړې ده

چهارشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۶
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، دوی د افغانستان له نوي حکومت سره د تخلیې ماموریت پر بیا پيل خبرې کړې دي او هوکړه شوې چې په اونۍ کې به دوه چارټر پروازونه ترسره کېږي.
قطر او افغان لوري د تخلیې پروازونو پر بیا پيل هوکړه کړې ده
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، دوی د افغانستان له نوي حکومت سره د تخلیې ماموریت پر بیا پيل خبرې کړې دي او هوکړه شوې چې په اونۍ کې به دوه چارټر پروازونه ترسره کېږي.

آل ثاني چې پرون سه شنبې د سلواغې ۱۱ مه واشنګټن کې خبریالانو ته خبرې کولې و ویل، افغان لوری ټینګار کوي چې یو پرواز باید د آریانا افغان هوايي شرکت له لوري ترسره شي.

خو په وینا یې دا خبرې لا نهایي شوې نه دي، اما دواړه لوري پایلې ته نږدې دي.

آل ثاني وایي، په دې سره امریکا او نور هېوادونه کول شي په اونۍ کې د دوو پروازونو له لارې خپل وګړي او همکاران له افغانستان وباسي.

د تخلیې پروازونه له څو اونیو راهیسې د ځینو اختلافونو له امله په ټپه ولاړ دي او د آل ثاني د وروستیو څرګندونو په اړه هم تر دې دمه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي