د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې خبرو وروسته پرون جمعه د وږي ۱۹ مه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټوېټر پاڼه چې له ترکي سیال سره د کابل د نړیوال هوايی ډګر په اړه غږېدلی دی.
نوموړي ویلي، په دې خبرو کې د دواړو لورو له خوا د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو.
دی وايي،قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي.
آلثاني ویلي، د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی.
جمهورخبري آژانس:کابل