د کندهار والي حاجي محمد یوسف پر ټولو ځوانانو غږ کړي، چې له هېواده ونوځي، بلکې د وتلو پر ځای د خپل هېواد رغولو ته مټې رابډوهي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، یوه ټولنه د لوستو کسانو پرمټ پرمختګ کولی شي او دا نظام په افغاني، اسلامي او عقیدوي ارزښتونو سمبال لوستو ځوانانو ته اړتیا لري.
نوموړي د ملالۍ لوړو زده کړو موسسې له رییس او استادانو سره په لیدنه کې پر ځوانانو غږ کړی دی چې په هېواد کې پاتې شي، تر څو په ګډه د ټولنې او نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د کندهار والي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار