۰

امریکا، روسیه، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کوي

پنجشنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
ټاکل شوې امریکا، روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه راتلونکو څو ورځو کې غونډه جوړه او خبرې په کې وکړي.
امریکا، روسیه، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کوي
ټاکل شوې امریکا، روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه راتلونکو څو ورځو کې غونډه جوړه او خبرې په کې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترویکا دا غونډه په اسلام آباد کې جوړېدونکې ده او په کې به د افغانستان په روان وضعیت خبرې وشي.

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا په تازه څرګندونو کې کړې او ویلي یې دي، چې د ترویکا غونډه به د راتلونکې یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه په اسلام آباد کې جوړه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه غونډه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.

هغې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې یادې غونډې ته به د افغانستان د نوي حکومت استازي هم وبللل شي که څنګه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي