۰

ډاکتر لطیف بهاند روسیه کې د افغانستان سفیر وټاکل شو

پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز ډاکتر لطیف بهاند په روسیه کې د افغانستان لوی سفیر ټاکلی دی.
ډاکتر لطیف بهاند روسیه کې د افغانستان سفیر وټاکل شو
ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز ډاکتر لطیف بهاند په روسیه کې د افغانستان لوی سفیر ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ولسمشر غني ته په لېږل شوي مکتوب کې راغلي، چې ډاکتر بهاند د لوړو زده کړو لرونکی دى او وړانديز کېږي چې هغه په روسيه کې سفير وټاکل شي.

ولسمشر هم د بهرنیو چارو وزارت دغه وړاندیز منلی او ډاکتر لطیف بهاند یې په روسیه کې د لوی سفیر په توګه ټاکلی دی.

باید و ویل شي، چې ډاکټر بهاند تر اوسه پورې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مرکزي اسيا څانګې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی د دې تر څنګ چې ښه ډيپلومات دى، د هېواد په کچه يو له سترو ليکوالو دى او ګڼ شمېر کتابونه يې چاپ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي