امریکا، روسیه، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کوي

25 قوس 1400 ساعت 8:51

ټاکل شوې امریکا، روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه راتلونکو څو ورځو کې غونډه جوړه او خبرې په کې وکړي.


ټاکل شوې امریکا، روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه راتلونکو څو ورځو کې غونډه جوړه او خبرې په کې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترویکا دا غونډه په اسلام آباد کې جوړېدونکې ده او په کې به د افغانستان په روان وضعیت خبرې وشي.

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا په تازه څرګندونو کې کړې او ویلي یې دي، چې د ترویکا غونډه به د راتلونکې یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه په اسلام آباد کې جوړه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه غونډه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.

هغې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې یادې غونډې ته به د افغانستان د نوي حکومت استازي هم وبللل شي که څنګه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145732

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145732/

جمهور
  https://www.jomhornews.com