په امریکا کې تر سره شوې وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې جوبایډن ان د خپل ګوند د غړو ترمنځ هم محبوبیت بایللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نظرپوښتنه کې راغلي چې د ډیموکراټ ګوند یو شمېر غړو د بایډن کړنې د دغه ګوند د توقع مطابق سمې نه دي بللې.
دوی ویلي، هغه دې په راتلونکو ټاکنو کې ځان نه نوماندوي او اجازه دې ورکړي چې پر ځای یې بل څوک د امریکا ولسمشرۍ ته ودرېږي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نظرپوښتنو کې بایډن د امریکا تر ټولو ناکام ولسمشر بلل شوی او ډېری امریکایانو ویلي چې هغه د امریکا غوندې یو هېواد د رهبرۍ وړتیا نه لري.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون بیا په خپله وروستۍ مرکه کې د جوبایډن د محبوبیت بایللو لامل د افغانستان موضوع بللې او څرګنده کړې یې ده چې نوموړي باید په دې برخه کې د ټرمپ پر پله پل نه وای ایښی.
جمهورخبري آژانس:کابل