نظر پوښتنه: بایډن محبوبیت بایللی بیا د ټاکنو ته نه درېږي

27 عقرب 1400 ساعت 8:42

په امریکا کې تر سره شوې وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې جوبایډن ان د خپل ګوند د غړو ترمنځ هم محبوبیت بایللی دی.


په امریکا کې تر سره شوې وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې جوبایډن ان د خپل ګوند د غړو ترمنځ هم محبوبیت بایللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  نظرپوښتنه کې راغلي چې د ډیموکراټ ګوند یو شمېر غړو د بایډن کړنې د دغه ګوند د توقع مطابق سمې نه دي بللې.

دوی ویلي، هغه دې په راتلونکو ټاکنو کې ځان نه نوماندوي او اجازه دې ورکړي چې پر ځای یې بل څوک د امریکا ولسمشرۍ ته ودرېږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نظرپوښتنو کې بایډن د امریکا تر ټولو ناکام ولسمشر بلل شوی او ډېری امریکایانو ویلي چې هغه د امریکا غوندې یو هېواد د رهبرۍ وړتیا نه لري.

 د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون بیا په خپله وروستۍ مرکه کې د جوبایډن د محبوبیت بایللو لامل د افغانستان موضوع بللې او څرګنده کړې یې ده چې نوموړي باید په دې برخه کې د ټرمپ پر پله پل نه وای ایښی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144749

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144749/

جمهور
  https://www.jomhornews.com