۰

ترکمنستان او ازبکستان: د افغانستان په اړه مو دریځ یو دی، ثبات یې غواړو

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۵
ترکمنستان او ازبکستان وایي د افغانستان به اړه یې دریځ یو دی او دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
ترکمنستان او ازبکستان: د افغانستان په اړه مو دریځ یو دی، ثبات یې غواړو
ترکمنستان او ازبکستان وایي د افغانستان به اړه یې دریځ یو دی او دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۱۳ مه د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له خپل ازبکستاني سیال شوکت میر ضیایف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

دواړو ولسمشرانو ټینګار کړي، چې د افغانستان په اړه یې دریځ یو دی او دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د ازبکستان د ولسمشر په خبره د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په تېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهم دی او په دغه هېواد کې ثبات د ټولې سیمې لپاره د پرمختګ زمینه برابرولی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان په اړه یو دريځ لري او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.

دغه دواړ ولسمشرانو زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د دایمي سولې د راتګ لپاره به هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي