۰
د بښنې نړیوال سازمان:

له پنځه میلیونه ډېرې افغان کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۸
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له پنځه ملیونو څخه ډېر کورني بې ‌ځایه شوي خلک په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.
له پنځه میلیونه ډېرې افغان کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له پنځه ملیونو څخه ډېر کورني بې ‌ځایه شوي خلک په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د تلې ۶ مه په ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پرته له ځنډه دوام پيدا کوي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ ملیونه کسان به په راتلونکو میاشتو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال له مخ په ډېرېدونکي اقتصادي بحران سره مخ دی، د خوراکي او سونګ توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي او نغدې پيسې کمې شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي