۰

بایډن: د پاکستان ټول فعالیتونه تر سختې څارنې لاندې دي

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۶
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو د عمومي غوندې په څنډه کې ویلي، چې د پاکستان ټول فعالیتونه یې تر سختې څارنې لاندې دي.
بایډن: د پاکستان ټول فعالیتونه تر سختې څارنې لاندې دي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو د عمومي غوندې په څنډه کې ویلي، چې د پاکستان ټول فعالیتونه یې تر سختې څارنې لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې بایډن دغه څرګندونې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي کتنه کې کړې او پر بېلا بېلو مسایلو ورسره غږېدلی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي، دی او ملګري هېوادونه یې هېچا ته د بل هېواد پر ضد د ګواښ جوړولو اجازه نه ورکوي او د پاکستان ټول فعالیتونه به په دقیقه توګه څېړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي رسنیو هم ویلي و، چې امریکا باید د پاکستان د ځینو کړنو او فعالیتونو پر وړاندې اقدام وکړي او له دغه هېواد سره دې پر خپله ملګرتیا له سره غور وکړي.

په ورته وخت کې د هند لومړي وزیر ویلي، امریکا، هند او ځینو نورو هېوادونو هوکړه کړې چې په ګډه به د پاکستان فعالیتونه په هر اړخیزه او دقیقه توګه څېړل کېږي.

مودي په دې لیدنه کې ویلي چې هند د پاکستان له ځینو مشکوکو فعالیتونو او اقداماتو اندېښنه لري او نړۍ ته په کار ده چې د دغه هېواد پر وړاندې اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي