۰

بایډن او د قطر امیر پر افغانستان خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د قطر امیر تمیم بن حمد آل الثاني د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
بایډن او د قطر امیر پر افغانستان خبرې کړې دي
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د قطر امیر تمیم بن حمد آل الثاني د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ د قطر د امیر کوربنه وه او بایډن له افغانستان څخه د تخلیې پروسه کې د قطر له همکارۍ څخه مننه وکړه.

دغه لیدنه چې پرون دوشنبې د سلواغې ۱۱ مه (د جنورۍ ۳۱) سپینه ماڼۍ کې وشوه، بایډن قطر د ناټو پرته قطر د امریکا اصلي متحد وباله.

بایډن د قطر له امیر سره په افغانستان خبرې کړې، خو جزیات یې نه دي خپاره شوي.

نوموړي ویلي، قطر او امریکا له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې سره همکاري لري او د قطر مشارکت په تېر کال کې د امریکا د ملي ګټو لپاره حیاتي رول درلود.

د امریکا ولسمشر د قطر د همکارۍ یوه نمونه هم د تخلیې پروسه کې قطر کې د زرګونونو افغانانو ځای پر ځای کول یاد کړل.

جو بایډن زیاته کړې، چې د قطر له امیر سره به د فارس خلیج د امنیت، منځنۍ آسیا، د نړیوالې انرژۍ د ثبات پر تضمین او د افغانستان له خلکو سره د د مرستو لپاره پر ګډو همکاریو خبرې وکړي.

په ورته وخت د قطر امیر ویلي د افغانستان په اړه دوحې او واشنګټن وښودله، چې په ګډه قوي او محکم کار تر سره او همکاري وکړي.

تمیم بن حمد آل الثاني زیاته کړې، ویاړي، چې ویې کولۍ شوای له افغانستان د تخلیې پروسه کې زرګونه افغانان وباسي.

د یادونې ده، چې د قطر امیر د بایډن سره تر لیدنې وړاندې د امریکا له دفاع وزیر لوید آستین سره پنټاګون کې لیدلي او د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې دوی نه شوای کولی د قطر له همکارۍ پرته ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه راوباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي