۰
جوبایډن:

چین له طالبانو سره د خپل واقعي مشکل د حل په موخه معامله کې دی

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۲
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چین له طالبانو سره واقعي مشکل لري او په همدې خاطر له طالبانو سره د یوې معاملې په کولو کې دی.
چین له طالبانو سره د خپل واقعي مشکل د حل په موخه معامله کې دی
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چین له طالبانو سره واقعي مشکل لري او په همدې خاطر له طالبانو سره د یوې معاملې په کولو کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن پرون سه شنبې د وږي ۱۶ مه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا اندېښمن نه دی، چې چین له طالبانو سره مالي کومک وکړي و ویل«چین له طالبانو سره واقعي مشکل لري، په همدې خاطر ډاډه یم هڅه به وکړي، چې طالبانو سره یوه معامله او جوړجاړی ورسره وکړي.»

ولسمشر بایډن زیاته کړې، چې همدا موضوع د روسیې، پاکستان او ایران په برخه کې هم صدق کوي او دا هېوادونه هم په دې لټه کې دي، چې پوه شي چې له طالبانو سره څه وکړي.

بایډن دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې امریکا او د جي ۷ غړو موافقه کړې، چې خپل سیاست د طالبانو د حکومت پر وړاندې همغږی کړي.

دغه ډلې کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره د افغانستان ډولې مالي زېرمې، چې ډېری یې په امریکا کې دي کنګل کړې او وايي د طالبانو د په رسمیت پېژندلو کې به بیړه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تازه په تازه د اسلامي امارت کابینه اعلان کړې، چې رییس الوزرا یې ملا محمد حسن اخند او مرستیالان یې ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي ټاکلي دي.

دیوان خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي