۰

ډېر ژر به د کابل هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شي

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۵
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وايي، تمه ده، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ډېر ژر د الوتنو پر مخ پرانستل شي.
ډېر ژر به د کابل هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وايي، تمه ده، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ډېر ژر د الوتنو پر مخ پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون سه شنبې د وږي ۱۶ مه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره په ګډه خبري ناسته کې و ویل، د کابل هوايي ډګر به په راتلونکو څو ورځو کې د سپرلیو لپاره فعال شي.

خو په ورته وخت کې یې دا هم و ویل، چې تر اوسه پورې په دې توافق نه دی شوی، چې دا هوايي ډګر به څه ډول اداره کېږي.

همدارنګه ده زیاته کړې، چې له خپل امریکايي سیال سره یې له افغانستان د خلکو د ایستلو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو ویلي، دوی طالبانو ته ویلي، چې د هوايي ډګر د ننه به امنیتي چارې ترک او قطري ځواکونه په غاړه واخلي او بهر یې طالبان.

خو په وینا یې له طالبانو سره تر اوسه پورې په دې برخه کې موافقه نه ده شوې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي