۰

قطر: طالبان باید پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پر طالبانو غږ کړي، چې ترهګري رد کړي او یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.
قطر: طالبان باید پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پر طالبانو غږ کړي، چې ترهګري رد کړي او یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ال ثاني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۹ مه دوحه کې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره تر لیدو وروسته په یوه خبري ناسته کړې کړې دي.

نوموړي ویلي، طالبان باید ترهګري رد کړې او یو ټولمنلی او پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.

ښاغلي ال ثاني په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی او دې برخه کې یې د طالبانو مرسته مهمه بللې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تل یې طالبانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې داسې حکومت مه جوړوئ چې کوم افغان لوري ترې پاتې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته په وار وار اعلان وکړ، چې دوی یو قوي ټولمنلی حکومت رامنځ ته کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي او وروستیو خبري کنفرانسونو کې په وار وار ویلي، دا چې تر اوسه یې حکومت نه دی اعلان کړی، لامل یې دا دی، چې دوی غواړي یو داسې حکومت رامنځ ته کړي، چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وي.

ښاغلي مجاهد ویلي و، چې د همداسې یوه حکومت د جوړلو لپاره د دوی د مشرتابه له خوا سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به داسې یو حکومت رامنځ ته کړي، چې ټول افغانان په کې خپل ځان وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي