قطر: طالبان باید پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

10 سنبله 1400 ساعت 10:20

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پر طالبانو غږ کړي، چې ترهګري رد کړي او یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پر طالبانو غږ کړي، چې ترهګري رد کړي او یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ال ثاني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۹ مه دوحه کې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره تر لیدو وروسته په یوه خبري ناسته کړې کړې دي.

نوموړي ویلي، طالبان باید ترهګري رد کړې او یو ټولمنلی او پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کړي.

ښاغلي ال ثاني په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی او دې برخه کې یې د طالبانو مرسته مهمه بللې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تل یې طالبانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې داسې حکومت مه جوړوئ چې کوم افغان لوري ترې پاتې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته په وار وار اعلان وکړ، چې دوی یو قوي ټولمنلی حکومت رامنځ ته کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي او وروستیو خبري کنفرانسونو کې په وار وار ویلي، دا چې تر اوسه یې حکومت نه دی اعلان کړی، لامل یې دا دی، چې دوی غواړي یو داسې حکومت رامنځ ته کړي، چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته د منلو وي.

ښاغلي مجاهد ویلي و، چې د همداسې یوه حکومت د جوړلو لپاره د دوی د مشرتابه له خوا سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به داسې یو حکومت رامنځ ته کړي، چې ټول افغانان په کې خپل ځان وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com