۰

طالبان: له امریکا سره په متقابل احترام ولاړې ښې اړیکې غواړو

شنبی ۱۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۴
طالبانو ویلي، داسې یو حکومت به جوړ کړي، چې له امریکا او ټولې نړۍ له هېوادونو سره د ښو دیپلوماتیکو او متقابل احترام پر بنسټ ولاړې اړیکې ولري.
طالبان: له امریکا سره په متقابل احترام ولاړې ښې اړیکې غواړو
طالبانو ویلي، داسې یو حکومت به جوړ کړي، چې له امریکا او ټولې نړۍ له هېوادونو سره د ښو دیپلوماتیکو او متقابل احترام پر بنسټ ولاړې اړیکې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي بلال کریمي وايي، طالبان غواړي، چې له امریکا سره پر متقابل احترام ولاړې، ښې، دیپلوماتیکي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

دغه طالب چارواکي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې تر اوسه پورې د نوي حکومت د اعلانېدو کره نېټه نه ده معلومه، خو په وینا یې ډېر ژر به اعلان شي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان د داسې یوه حکومت او سیستم د رامنځ ته کېدو په هڅه کې دي، چې ټولمنلي، مرکزي، قوي او باثباته وي.

دی وایي، طالبان له ګڼ شمېر هېوادونو سره ښې اړیکې لري او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

ښاغلی بلال کریمي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې راپورونه وایي، طالبانو د نوي حکومت د اعلان لپاره په چمتوالي پیل کړی دی.

وړمه ورځ او پرون خو داسې راپورونه هم وو، چې کېدای شي طالبان د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د نوي حکومت اعلان وکړي، خو وروسته طالب چارواکو و ویل، چې تر اوسه د حکومت د اعلان کره نېټه نه ده معلومه، ولې تیاریانې وروته روانې دي.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وایي، چې د طالبانو له لوري د نوي اعلانېدونکي حکومت مشر به د دوی مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي، خو دا راپورونه تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي