۰
امریکا طالبانو ته!

جدي مذاکرات پیل کړی، د زور حکومت نړۍ نه مني

شنبی ۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۴
وروسته له هغې چې طالبانو ویلي تر هغو په اوربند توافق نه کوي، تر چې افغانستان کې نوی حکومت نه وي رامنځ ته شوی، امریکا پر طالبانو د جدي مذاکراتو غږ کړی دی.
جدي مذاکرات پیل کړی، د زور حکومت نړۍ نه مني
وروسته له هغې چې طالبانو ویلي تر هغو په اوربند توافق نه کوي، تر چې افغانستان کې نوی حکومت نه وي رامنځ ته شوی، امریکا پر طالبانو د جدي مذاکراتو غږ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړۍ په افغانستان کې په زور جوړ حکومت نه مني.

د دغه وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورټر وايي، امریکا له طالبانو جدي غواړي، چې د افغانستان راتلونکې لپاره د یوې سیاسي نقشې برابرولو په موخه جدي مذاکرات وکړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات، په افغانستان کې د ۴۰ کلونو جګړې ختمولو او افغانانو ته د سولې راوړلو یوزاینۍ لار ده.

دې ویلي«افغانستان کې د هر دولت مشروعیت او ورسره همکاري، یوزاې په هغه صورت کې امکان لري، چې هغه دولت د اساسي حق نه برخمن وي، وبخښۍ اساسي احترام او بشري حقونو نه برخمن وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې ټينګار کړی، هغو افغانانو سره تاوتریخوالی دې بند شي، چې افغانستان کې یې امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

دا وايي، د طالبانو له‌خوا، افغان‌ژباړونکو او نورورو افغانانو سره د تاوتریخوالي او ظلم وروستي رپوټونه ښيي، چې هغوی بشري حقونو او بشري ژوند ته درناوی نه ‌‌کوي.

نوموړې زیاته کړې، چې امریکا دا هدفي بریدونه، د ودانیو ویجاړول او پر نورو افغانانو بریدونه په کلکه غندي.

دې زیاته کړې«طالبان باید هدفي بریدونو نه انکار لپاره د بیانونو له صادرولو ورهاخوا ګام واخلي. که دا د طالبانو سیاست نه وي، نو مشرتابه دې یې دا ظلمونه او د بشري حقونو نقض وغندي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ویلي، چې د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

نوموړي ویلي، امریکا په دې کار کوي، چې په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي