ټاکل شوې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دوحې ته ولاړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناتایید شوي راپورونه وايي، دغه درې افغان مشران به نن سه شنبې د زمري ۲۶ مه دوحې ته ولاړشي.
دوی، چې د یکشنبې په ورځ له هیواده د ولسمشر اشرف غني له وتلو وروسته په خپل سر د همږغۍ شورا اعلان کړه، غواړي چې د طالبانو له مشرانو سره و ویني.
په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې د طالبانو د مشرتابه شورا یو غړی امیرخان متقي کابل ته راغلی او له کرزي او عبدالله سره یې لیدلي دي.
کرزي او عبدالله هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د طالب مشرانو سره یې د افغانستان د اوسني و ضعیت په اړه ګټورې خبرې روانې دي.
په ورته وخت کې طالبانو هم ویلي چې دوی د یوه ټول شموله حکومت د جوړلو لپاره هڅې پیل کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر احمد خان هم ویلي، چې طالبان په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړوي.
ده ویلي، چې یو شمېر افغان مشران د همدې لپاره پاکستان ته وربلل شوي دي.
پاکستان ته د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، یونس قانوني، احمدولي مسعود، احمد ضیا مسعود، لطیف پدرام تللي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل