حامد کرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار دوحې ته ځي

26 اسد 1400 ساعت 9:23

ټاکل شوې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دوحې  ته ولاړ شي.


ټاکل شوې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دوحې  ته ولاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناتایید شوي راپورونه وايي، دغه درې افغان مشران به نن سه شنبې د زمري ۲۶ مه دوحې ته ولاړشي.

دوی، چې د یکشنبې په ورځ له هیواده د ولسمشر اشرف غني له وتلو وروسته په خپل سر د همږغۍ شورا اعلان کړه، غواړي چې د طالبانو له مشرانو سره و ویني.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې د طالبانو د مشرتابه شورا یو غړی امیرخان متقي کابل ته راغلی او له کرزي او عبدالله سره یې لیدلي دي.

کرزي او عبدالله هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د طالب مشرانو سره یې د افغانستان د اوسني و ضعیت په اړه ګټورې خبرې روانې دي.
په ورته وخت کې طالبانو هم ویلي چې دوی د یوه ټول شموله حکومت د جوړلو لپاره هڅې پیل کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر احمد خان هم ویلي، چې طالبان په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړوي.

ده ویلي، چې یو شمېر افغان مشران د همدې لپاره پاکستان ته وربلل شوي دي.

پاکستان ته د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، یونس قانوني، احمدولي مسعود، احمد ضیا مسعود، لطیف پدرام تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com