د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، د دغه ولایت د لویې لارې د ساتنې رییس ارکان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د لویې لارې رییس ارکان عبدالغني پرون د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا اخیستی.
عبدالغني له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده تر سره کوله او د چارواکو په وینا د کورنۍ یوازینی سرپرست وو.
جمهورخبري آژانس:زابل