د زابل لویې لارې ارکان رییس په یوه چاودنه کې وژل شوی دی

18 جوزا 1400 ساعت 7:19

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، د دغه ولایت د لویې لارې د ساتنې رییس ارکان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.


د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، د دغه ولایت د لویې لارې د ساتنې رییس ارکان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د لویې لارې رییس ارکان عبدالغني پرون د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا اخیستی.

عبدالغني له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده تر سره کوله او د چارواکو په وینا د کورنۍ یوازینی سرپرست وو.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 


د مطلب کود: 139561

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com