۰

  د هلمند د سنګین قومندان له ۱۰ ساتونکو سره وژل شوی

شنبی ۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۳
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۱۰ ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
  د هلمند د سنګین قومندان له ۱۰ ساتونکو سره وژل شوی
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۱۰ ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۶ مه) د نهرسراج ولسوالۍ د شونډک مانده په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د دې پخلی کوي، چې د سنګین ولسوالۍ پر امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري د نهرسراج ولسوالۍ په شوندک مانده سیمه کې برید شوی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د هلمند یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې ویلي، چې د سنګین امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري له خپلو اتو ساتونکو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا امنیه قوماندان په دغه سیمه کې د پولیسو په یوه قرارګاه کې و، چې د طالبانو له خوا ډلیز برید پرې شوی دی.
 
په ورته وخت یوې بلې سرچینې ویلي، چې امنیه قوماندان له خپلو ۹ ساتونکو سره په نفوذي برید کې وژل شوی، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي