۰

ننګرهار کې چاودنه: د ولایتي شورا غړی ټپي او ملکي وګړی وژل شوی

شنبی ۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۷
​​​​​​​سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، د ننګرهار د ولایتي شورا د یوه غړي عبدالقهار قدیر په موټر ماین چاودنه شوې او نوموړی په کې ټپي شوی دی.
ننګرهار کې چاودنه: د ولایتي شورا غړی ټپي او ملکي وګړی وژل شوی
سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، د ننګرهار د ولایتي شورا د یوه غړي عبدالقهار قدیر په موټر ماین چاودنه شوې او نوموړی په کې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د کب ۹ مه غرمه مهال د جلال آباد ښار مال منډوي ته څېرمه د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي عبدالقهار په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې د ولایتي شورا دغه وکیل ټپي شوی او یو ملکي وګړی وژلش وی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل تایید کړې چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د یوه ملکي وګړي جسد او عبدالقهار قدیر په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

عبدالقهار قدیر د پخواني جهادي قوماندان او د ننګرهار والي حاجي عبدالقدیر زوی او د ولسي جرګې د پخواني غړي او مرستیال عبدالظاهر قدیر ورور دی.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي