۰
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې مذاکراتي پلاویو ته!

په اجنډا کې اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو حقوقو ته لومړیتوب ورکړی

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سولې مذاکراتي ټیمونه باید په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو پر سر لومړی خبرې وکړي.
په اجنډا کې اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو حقوقو ته لومړیتوب ورکړی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سولې مذاکراتي ټیمونه باید په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو پر سر لومړی خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون ویلي، دو تېره اوونۍ په یوه لیک کې هم دا موضوع د دواړو مذاکراتي ټیمونو له مشرانو سره شریکه کړې ده.

د یاد کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، د دوی لومړی غوښتنه ده، چې ژر تر ژره دواړه پر اوربند موافقه وکړي، تر څو نور د ملکي افغانانو د قرباني کېدو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، د دې تر څنګ دې د تاوتریخوالي پر مشخصو ډولونو بحث وشي، چې ملکیان په نښه کوي، لکه هدفي وژنې، په دې برخه کې دې دوی ګډې څېړنې وکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وايي، درېیمه غوښته یې دا ده، چې دواړه لوري دې د جګړې د قربانیانو غږ واوري.

یاد کمېسیون دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې افغان مرکچي پلاوی نن دوحې ته ولاړ شي او سبا له طالبانو سره د وسلې دویم پړاو خبرې پیل کړي.

د دغه خبرو د پیل په درشل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په سفر راوتلي، چې له پاکستان نه وروسته نن افغانستان ته رارسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي خلیلزاد به له افغان مشرانو سره وګوري او د سولې په اړه به خبرې ورسره وکړي.

په ورته وخت کې خپله خلیلزاد په ټوېټر پاڼه لیکلي، له دې هیلو سره یې بیا سیمې ته سفرونه پيل کړل چې دواړه خواوې به د افغانستان د سولې مذاکرات کې محسوس پرمختګ وکړي.

نوموړي ټینګار کړی وايي،  دواړه خواوې باید دا وښيي‌ چې د افغانانو د مهمو ګټو لپاره کار کوي.

هغه ویلي، دوی باید څومره ژر چې امکان لري د سیاسي تفاهم او په تاوتریخوالي کې د سملاسمي پام وړ کموالي او اوربند په اړه د موافقې لپاره رښتینی جوړجاړی او مذاکرات وکړي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه او په ځانګړي ډول هدفي بریدونه د منلو نه دي، ځکه په وینا یې هغوی، چې تاوتریخوالی کوي، غواړي د افغانستان د سولې بهیر او راتلونکې کمزورې کړي.

ده د کومې ډلې او شخص نوم نه دی اخیستی خو وايي، دا ډول خلک د افغانانو هیلې نه منعکسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي